زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-12  |  2024-09-16  |  تازه شوی په: 2024/09/16 - 03:53:0 FA | AR | PS | EN
ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي             پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی             د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه             د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي             د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي             د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده             طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې             په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي             نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ            

تاريخ النشر: 2024/08/26 - 03:57:3
زيارة: 178
مشاركة مع الـأصدقاء

په جرمني کې له برید وروسته د افغان او سوري کډوالو د نه منلو غوښتنې وشوې
 په جرمني کې له برید وروسته د افغان او سوري کډوالو د نه منلو غوښتنې وشوې

انصار: (د وږی ۵ مه)، د جرمني په لویدیځ ښار سولینګن کې د چړې په وسیله له وژونکي برید وروسته په دغه هیواد کې د کډوالو د یو شمېر مخالفانو غبرګونونه پارېدلي دي.

په عین وخت کې قضایي چارواکو د دې برید په اړه د "ترهګرۍ ضد" تحقیقات پیل کړي دي.

د جرمني د اپوزیسیون مسیحي دیموکرات اتحادیې مشر په حکومت غږ وکړ چې جرمني ته د افغان او سوري کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

ویل کیږي چې په دې برید کې ښکېل کس، چې درې تنه یې وژلي او اته ټپیان کړي، پولیسو ته اعتراف کړی چې هغه دا کار کړی دی.

د جرمني د تروریزم ضد قضایي چارواکي وایي، پر دغه ځوان سوري (د سوریې تبعه) د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړیتوب شک دی او هغوی مستقیم شواهد موندلي چې هغه له دې برید سره تړاو لري.

راپورونه وایي چې هغه په سولینګن ښار کې د پناه غوښتنې په یوه مرکز کې اوسېده.

په همدې حال کې د جرمني د مسیحي دیموکراتیک اتحادیې (CDU) مشر فریدریش مرڅ جرمني ته د افغانانو او سوریه والو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه وکړه.

ګومان کېږي چې په جرمني کې د دې ډول بریدونو یو اصلي هدف دا دی چې په دغه هیواد کې، چې تر بل هر اروپايي هیواد زیات کډوال مني، د مسلمانو کډوالو مخه ونیول شي.

داعش یا اسلامي دولت ډلې په خپل ټیلګرام چاینل کې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست، خو د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره یې شواهد وړاندې نه کړل.

له بلې خوا ښاغلي مرڅ د هغو کډوالو ایستلو ته هم اشاره وکړه چې له سوریې او افغانستان څخه جرمني ته ورغلي وو او زیاته یې کړه: "موږ به نور د دغو هیوادونو هیڅ کډوال ونه منو."

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33158






*
*

*



قرأ

لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي


په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل


داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي


د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه


طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې


سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي


افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي


د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل


په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي


په خوست کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو پروګرامونه خپارول بند شو


د اوبو د کمښت ستونزه به په اساسي ډول حل کوو


په ۱۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه


له سیستان او بلوچستان ولایته په ۴ میاشتو کې تر ۵۶ زره ډېر کډوال خپل هیواد ته استول شوي


نن او سبا د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی


په تیر کال کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک شول


له ۶ میاشتو راهیسې پاکستان کې پر ۱۶۳۰ ماشومانو جنسي تېری شوی


په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي لرو


د کابل اوبو کمښت ستونزی د حل لپاره هڅې پیل شوي


پاکستان د بار وړونکو لاریو پرتګ راتګ بندیز لګولی دی


عصري زده کړې فرض کفایي ده، ډرون به جوړوو


د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې انتظار خونه جوړیژي


د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي


طالبانو وایی د پوهنتونونو نوی نصاب جوړ شوی


۱۰۰ ټنه تاریخ تېري درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شو


په ننګرهار کې طوفان ۲۳۰ تنه وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان